ددوزخ په څنډو
شاعر : صدیق کاوون توفاني شاعر : صدیق کاوون توفاني

راشه تر څنګه مې حسينه ساقي

دزړګي سره نازنينه ساقي

راكه درياب، درياب جامونه راكه

دعمر تږې يم، خمونه راكه

ساقي سكروټې راكه ، اور راكه

درد راكه، چيغې راكه، شور راكه

دخم تر څنګه مې بسيا كه ساقي

داګونګه ژبه مې ګويا كه ساقي

دشپې په دښته كې مې شپه ده ساقي

شپه مې دزړه په كور خپره ده، ساقي

راكه دميوو سباوون راكه

درڼا جام راكه ژوندون راكه

راكه دلمر غوندې روښانه شراب

راكه بې پيله بې پايانه شراب

هغه شراب چې پكې ځان ووينم

ځلا دحسن دجانان ووينم

چې پكې هير كړم دابې خونده ژوندون

دابې ثمره، بې ګرځنده ژوندون

چې پكې ډوب شمه ، چې ورك شم پكې

چې له درندو غمونو سپك شم پكې

* * *

ساقي بيا راغی دغمونو ماښام

تياره ماښام دماښامونو ما ښام

ساقي راځه چې زمانه بله شوه

شوه بله اودانه بله لومه شوه

بيا زوړ زاهد په توبو بار راغلى

بيا د دروغجنې تقوا وار راغلى

بيا محتسب دى بيا تكفير دمينې

بيا دتسبو لړ شو زنځير دمينې

******** * *

ساقي بيا راغلل دخزان بادونه

اورين بادونه دتوفان بادونه

بيا دوږمې سينه كې سا وچه ده

بيا دغوټۍ خوله كې خندا وچه ده

بيا د غونچې ګريوان له غمه څيرې

بيا دبلبل زړه له ماتمه څيرې

ساقي راځه چې ميكدې بلې كړو

تياره رابره شوه ډيوې بلې كړو

راځه چې واړوو خمونه په سر

ترخو اوبو كې سره اورونه په سر

راغلې غم دتيريدلو نه دى

دا وږى ديو دمړيدلو نه دى

دفلك سترګې ريا كارې سترګې

دروغجنې سترګې ګناهكارې سترګې

بيا خونړۍ ښكاري بيا سرې ښكاري

بيا داورونو سلسلې ښكاري

******** * *

ساقي راځه چې بيا پيالې جګې كړو

پټو مستيو نه پردې جګې كړو

راځه ويدې نشې راويښې كړو بيا

بلې لمبې نشې راويښې كړو بيا

بيا درندانو هنګامه جوړه كړو

بيا د مستانو غلبله جوړه كړو

بيا د غوټۍ سترګو كې ناز وګورو

بيا په دانه كې دژوند راز وګورو

واورو د ګل د غوړېدو سندره

دشنه غزل دټوكيدو سندره

دمينې لوبه په فكرونو نه شي

په خامو خامو تدبيرونو نه شي

مينه د زړونو بليدنه غواړي

مينه له سره تيرېدنه غواړي

مينه په اوښكو كې خندا لټوي

مينه سكروټو كې بقا لټوي

راكه د مينې په نوم اور راكه

راكه د تاك د سترګو تور راكه

ساقي له ځانه وركيدل غواړمه

د ميوو جام كې ډوبېدل غواړمه

خندا مې هيره له ژړا نه پردى

له ځانه تللى له دنيا نه پردى

ساقي د لويې ګناه تور ماتوم

دا دوزخي تنده په اور ماتوم

چا میکده، چا کړه کعبه بدله

چا ځان بدل كړ، چا كوڅه بدله

څوك د رنګونو په خم ولمبېدل

څوك د وختونو په باد ورپېدل

څوك مقتدي او څوك امام پسې لاړ

څوك په انګور او څوك په جام پسې لاړ

څوك يې كعبه څوك بتخانه كې غواړي

څوك يې د سهوې په سجده كې غواړي

: خو

زه له سجدوو زه له بتانو ستړى

زه له دروغجنو امامانو ستړى

زه نا آشنا په نا آشنا كلي كې

سترګې نمجنې د خندا كلي كې

زه ګناهګار زه بې ګناه ګناهګار

زه د سپيڅلې اقتدا ، ګناهګار

ساقي په ميوو كې لمبل غواړمه

د ګناه پيټي سپكول غواړمه

له ځانه تښتم د جانان په هيله

له كوره وځم د بيابان په هيله

زه د دوزخ په څنډو ولوبېدم

زه د جنت ګلو كې وسوزېدم

زه د كوثرو په خيال وزنګېدم

زه د وختونو په ټال وزنګېدم

ما خپله وركه پيدا نه كړه چېرته

ما هغه تللې زما نه كړه چېرته

د نور په هيله په تيارو واوښتم

د ګل په لټه په اغزو واوښتم

په سپينو سپينو كې مې تور وليدل

غوښتل مې نور څه، خو ما نور وليدل

راكه ساقي راكه سپېڅلې اوبه

د تاك له سترګو څڅېدلې اوبه

راكه چې ويې څښم لمبه ، لمبه شم

اور شم، سكروټه شمه ، سره لمبه شم

ساقي! راغلى يمه وار ما توم

ساقي ! د ټول عمر خمار ما توم

آلمان / اپريل / ١٩٩٣__

 

ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود

 


January 11th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان